د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې د واورې ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اته غړي مړه شوي

کونړ کې د واورې ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اته غړي مړه شوي

Nov 17, 2017 - 10:33

اسعداباد(پژواک،٢٦لړم٩٦): د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله د يوې کورنۍ اته غړي مړه شوي دي. د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ د دې ولايت په غرنيو سيمو کې ډېره واوره ورېدلې ده. هغه وايي چې د همدې واورې ورېدنې له امله تېره ورځ د چپې درې په بهادر کلي کې پر يو کور برفکوچ راغلى دى. ده زياته کړه: (( پر دې کور برفکوچ راغلى، په کور کې د درېيو ماشومانو په ګډون اته کسان مړه شوي دي.)) دغه راز هغه وويل چې د همدې ولسوالۍ په ګلسلک کلي کې له غره نه يوه تېږه ښوېيدلې او پر يو کور لګېدلې چې له امله يو تن ټپي شوى دى. همدارنګه په کونړ کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر غلام علي ثبات هم يادې پېښې تاييد کړې. هغه وويل چې دوى له زيانمنو کورنيو سره د مرستې لپاره پوره چمتوالى لري، خو بهادر کلى يوه نا امنه او لرې پرته سيمه ده. بل لورته د چپې درې ولسوالۍ د وتلي کلي اوسېدونکي نصرالله پژواک ته وويل چې په ډېرو سيمو کې له نيم متر څخه ډېره واوره شوې چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي. د يادونې ده چې هر کال د ژمي په موسم کې د ورښتونو له امله خلکو ته د مالي زيان ترڅنګ مرګ ژوبله هم اوړي. خان ولي سالارزى

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement