د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مصر دارالافتاء د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

د مصر دارالافتاء د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

Nov 18, 2017 - 18:08

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦) : د مصر دار الافتاء په کابل کې د وروستي ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ وايي، اسلامي شريعت د ملکي وګړو، ديپلوماتانو او بې ګناه انسانانو وژل ردوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل په لب جر سيمه کې د يوه هوتل مخې ته په ځانمرګي بريد کې ١٤ تنه ووژل شول او ١٨ نور ټپيان شوي وو. داعش ډلې د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

دا د هغو بریدونو د لړۍ يوه کړۍ وه، چې په دې وروستيو کې په کابل او ځينو ولاياتو کې پيل شوي دي.

د مصر د دارالافتاء له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي شریعت د ملکي وګړو، دیپلوماتانو او بې ګناه انسانانو هر ډول په نښه کول او د هغوی ډارول او ورته زیان رسول، ردوی او نه يې مني.

سرچينې زياته کړې، اسلامي شريعت پر دې هم ټینګار کوي چې دغه ټول ترهګريز کارونه او جنایتونه د اسلام د سپېڅلي دین له اساساتو سره هيڅ اړخ نه لګوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د اسلام دین چې د بښنې او زغم دین دی، خپلو پیروانو ته داسې سپارښتنه کوي چې د جګړې په وخت کې ماشومان، ښځې او سپین ږیري ونه وژني، ونې قطع نه کړي، نو کله چې داسې وي، د ملکی او بې ګناه انسانانو د وژنې اجازه خو هیڅ کله هم نه ورکوي.))

د مصر د دارالافتاء غوښتنه کړې چې د نړیوالي ټولنې هلې ځلې باید سره یو ځای شي او د ترهګرۍ د ریښو د ایستلو او د هغې له شر څخه د خلاصېدو لپاره باید یوه څرګنده نړیواله ستراتیژي جوړه شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement