د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په اتو ولايتونو کې د اوبو لګولو ٣٢ عصري شبکې جوړېږي

په اتو ولايتونو کې د اوبو لګولو ٣٢ عصري شبکې جوړېږي

Nov 18, 2017 - 16:10

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٦): د هېواد په اتو ولايتونو کې به د ٣١٣ ميليون افغانيو په لګښت د ٣٢ شبکو په فعاليدو سره د څه باندې ٧٠٠٠ هکتاره ځمکې د خړوبېدو زمينه برابره شي.

دا ټکى د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست انجنير نصيراحمد درانى نن په کابل کې د ١٩ودانيزو شرکتونو له استازو سره د يادو شبکو جوړولو تړون د لاسليک پر مهال څرګند وکړ.

هغه وويل چې دا پروژې به په بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کابل، هرات، کونړ او لغمان ولايتونو کې تر ٩ مياشتو پورې بشپړې شي او څه باندې ٤٤ زره کسان به ترې ګټه واخلي.

د پروژو د پلې کېدو پر مهال به سلګونه کسان په کار شي او په عملي کېدو به يې د اوبو د ٤٠ سلنه ضايعاتو مخنيوى وشي او د کرنيزو محصولاتو په کچه کې به ٢٠ سلنه لوړوالى راشي.

نوموړي زياته کړه چې د دې پروژو بوديجه د ياد وزارت له پراختيايي بوديجې چې د نړيوال بانک او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې له لوري تمويلېږي، ورکول کېږي.

په بغلان کې د يوه ودانيز شرکت استازي اقا محمد ډاډ څرګند کړ چې د دې پروژو کار به په ښه کيفيت سره تر ټاکلي وخت وړاندې چې شاوخوا يو کال دى، پاى ته رسوي.

د بغلان ولايت د ډنډغوري ولسوالۍ د سفيدخان کلي د اوبو لګولو ټولنې مشر لعل محمد ددغه پروژو پر لاسليک د خوښۍ څرګندولو تر څنګ له کرنې وزارت غوښتنه وکړه چې په ټول افغانستان کې دې کروندګرو او ځمکه والو ته دا ډول پروګرامونه عملي کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement