د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پنجوايي کې د ۳ کانالونو جوړولو چارې پیل شوې

په پنجوايي کې د ۳ کانالونو جوړولو چارې پیل شوې

Nov 20, 2017 - 11:46

کندهار (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د درېیو کانالونو جوړولو چارې پیل شوې چې ۲۴۰زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل دغه درې کانالونه د دې ولسوالۍ په ناخوني او صلوات کلو کې د خلکو په غوښتنه جوړېږي.

هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې ۲ پلونه، ۵ د اوبو د وېش مرکزونه او ۲۸۵ متره استنادي دېوال هم شامل دي چې ټولټال ۲۴۰ زره ډالر لګښت پرې راځي او د فوډ زون پروګرام له لارې ورکول کېږي.

فوډ زون پروګرام په کندهار کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAIDinfo-icon له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

په دغه پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.

منیب له خلکو وغوښتل چې روان کښت وکړي او د کوکنارو له کرلو ډډه وکړي.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل، په پنجوايي ولسوالۍ کې د تېر په پرتله امنيتي وضعيت ښه شوى او په دې برخه کې تر ټولو ډېره همکاري خلکو کړې ده.

ده زياته کړه، دولت هڅه کوي د خلکو له غوښتنې سره سم د بیارغونې پروژې ډیزاین او عملي کړي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

دی وايي، د خلکو عمده ستونزه د اوبو کمښت دی چې اوسمهال د دغو دریو کانالونو جوړول به د ډېرو خلکو ستونزې حل کړي.

دغه راز په دې ولسوالۍ کې د دریو ښوونځیو د ترمیم چارې هم پیل شوې.

د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون پژواک اژانس ته وویل، د پنجوايي د سلیمان ماکو، شابوزو او ملا حسن ښوونځي له ۳۰ هغه ښوونځيو دي چې د پوهنې رياست له خوا سږ کال ترميمېږي.

پیوستون زیاته کړه چې د دې تر څنګ به د دې ولسوالۍ پر ټولو ښوونځیو فرشونه او سپینې تختې هم ووېشل شي.

پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ لوري ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement