د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې اورلګېدنې خلکو ته ميليونونه افغانۍ زيان اړولى

په کابل کې اورلګېدنې خلکو ته ميليونونه افغانۍ زيان اړولى

Nov 21, 2017 - 13:17

کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې په بوش نومي مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

عيني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١٠:٠٠ بجې رامنځته شوې ده.

د کابل ښار اوسېدونکي او عيني شاهد احمد پژواک اژانس  ته وويل چې په دې اور لګېدنه کې شاوخوا ٢٠ هټۍ سوځېدلي دي.

سرچينې زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې  يو هټۍ وال له خپل مشتري سره تر لفظي شخړې وروسته جنګ وکړ چې د خلکو په همکارۍ پاى ته ورسېد، خو شېبې وروسته بيا مشتري له يوه اندازه پټرولو سره  چې يوه بوتل کې يې اچولي وو، راغى او پر هټۍ يې تېل وپاشل چې له امله يې اور ولګېد او د څو شېبو په تېرېدو نورو هټيو ته هم ورسېد.

د کابل ښار دغه اوسېدونکي څرګنده کړه چې مشتري له اور لګېدنې وروسته تښتېدلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې هټيو کې عطريات، پروټين، جامې او بوټونه پلورل کېږي.

د پژواک خبريال د پېښې له ځايه په خپل راپور کې وايي چې د کابل اطفايه د امنيتي ځواکونو په همکارۍ جدي هڅه کوي چې اور غلى کړي.

هغه وويل چې امنيتي ځواکونو د نورو هټيو او مارکېټونو د ساتنې په موخه چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د کابل امنيتي چارواکي او د ياد شوي مارکېټ مسوولينو تر اوسه پورې د پېښې د اصلي لامل په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم د مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement