د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

Nov 23, 2017 - 10:27

هرات (پژواک، ٢ ليندلۍ ٩٦): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د هرات- ادرسکن ولسوالۍ د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او يو بل ژوبل شوى دى.

د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي چې تېره شپه د هرات – ادرسکن ولسوالۍ پر لويه لاره د ميرداوود دروازې په سيمه کې يوه کوچني موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر کړى دى.

نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي او يو بل ټپي دى.

د هرات حوزوي روغتون وياند وايي چې د اسدالله بريالي په نوم يو ډاکتر هم په وژل شوو کې شامل دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement