د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دانش: پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره کېږي

دانش: پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره کېږي

Nov 25, 2017 - 17:03

کابل(پژواک،٤ليندۍ ٩٦):د ولسمشر دويم مرستيال د هېواد د قومونو ترمنځ د واټن پيدا کېدو لپاره د هڅو له امله اندېښنه په ډاګه کړه، د ملي يووالي لپاره يې د هڅو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره کېږي.    

 د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش چې نن يې ولسي جرګې ته د ١٢ نوماند وزيرانو د ور پېژندلو په ناسته کې خبرې کولې، وويل چې حکومت په کابو درې تېرو کلونو کې سخت وضعيت تېر کړى؛ خو توانېدلى چې له دې وضعيت څخه په ښه توګه را ووځي او لاسته راوړنې ولري.

د تفرقې اچونې په اړه اندېښنې

سرور دانش وويل:" اوسمهال د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان هڅه کوي چې دهېواد د وروڼو قومونو، د دولت د درې ګونو قواوو او خلکو او دولت ترمنځ واټن او بې باوري رامنځ ته کړي؛ ړنده قوم پالنه او ټبر پالنه او د هېواد د قومونو او ژبو په منځ کې د فتنې او احساساتو پارول ، که د هر کس له خوا وي، يو ملي خيانت دى او زموږ پر ورورګلوۍ او ملي يووالي پر وجود يو قوي ګوزار دى. "

هغه زياته کړه چې حکومت او ملي شورا بايد د خلکو ترمنځ د تفرقې مخه ونيسي.

ټاکنې

سرور دانش وويل چې په راتلونکي کال کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو او په ورپسې کال کې د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل، اصلي لومړيتوبونه دي او په ځانګړې توګه په وروستي يوه کال کې په دې اړه ډېر اقدامات شوي دي.

هغه زياته کړه:" اړينه ده په دې اړه اشاره وکړم چې د حکومت له خوا تل د هېواد د ټولو شخصيتونو، سياسي ډلو او ګوندونو او د خلکو نيوکې او وړانديزونه په جدي توګه تعقيبېږي. ټاکنې د افغانستان پر خلکو پورې اړه لري، نه په حکومت، کمېسيون يا پارلمان پورې. "

دانش وويل:"موږ به هماغه ډول چې اعلان شوى په ټينګې او جدي ارادې او پرېکړې او د افغانستان د ملي شورا، ټولو سياسي او مدني ډلو او نړيوالې ټولنې په مرستې او همکارۍ سره په راتلونکي کال کې پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره کړو او هغو اقداماتو ته په پام سره چې ترسره شوي او ترسره کېږي، په راتلونکي کال کې رڼې، عادلانه او له سرغړونو پاکې ټاکنې ولرو.  "

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د راتلونکي کال د چنګاښ ١٦مه نېټه د ولسي او ولسواليو شوراګانو د ترسره کېدو ورځ اعلان کړې ده.

خو د ټاکنو ځينې څارونکي ارګانونه وايي چې د ټاکنو لپاره اړين چمتوالى نشته او حکومت يې د ترسره کېدو لپاره اراده نه لري.

د حکومت کړنې

سرور دانش وويل چې افغان حکومت په تېرو درېيو کلونو کې سخت وضعيت تېر کړى؛ خو توانېدلى چې له دې وضعيت څخه په ښه توګه  را ووځي او لاسته راوړنې ولري.

 نوموړي زياته کړه چې افغانستان د بهرنيو اړيکو په برخه کې ښه او وړ ځاى کې قرار لري، حکومت په بېلا بېلو محورونو کې له نړيوالې ټولنې سره د ژمنو د عملي کېدو په حال کې دى او په دې برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.

 دهغه په وينا نړيوالې ټولنې هم په بېلابېلو مناسبتونو کې د افغانستان له دولت او خلکو څخه خپل پرېمانه سياسي، امنيتي او مالي ملاتړونه اعلان کړي دي.

هغه زياته کړه:" په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان له دريځ څخه د ملاړ په اړه د امريکا وروستۍ ستراتيژي، د وروستيو کلونو په اوږدو کې يو ستر او بې مخينې ګام پاتې شوى، چې هم د ستاينې وړ دى او هم د افغانستان خلکو ته هيله ورکوي."

 نوموړي دغه راز وويل چې ددې کلونو په اوږدو کې د هېواد امنيتي او دفاعي ځوکوانه له پوره مسلکي زده کړو او تجهيزاتو څخه برخمن شوي او اوس د روحي، مادي او معنوي پلوه په لوړ موقعيت کې ځاى لري.

 د هغه په خبره افغان دولت په تېرو درېيو کلونو کې د سولې او ټيکاو د تامين لپاره هم هڅې کړې دي، دغه هڅې دوام لري او د دولت د وسله والو مخالفينوپرمخ د سولې او خبرو ور پرانېستى دى.

 هغه وويل:" په تېرو درېيو کلونو کې، د ملي يووالي حکومت په پيل کې، موږ په ډېر بد او نهيلي کوونکي وضعيت کې قرار درلود، خو  سږ کال وضعيت په بشپړه توګه ښه شوى دى.   سترو سيمه ييزو پروژو حرکت کړى او د افغانستان په چورليز توب سره يوډول سيمه ييزه ملګرتيا او سياسي همپالنه پيل شوې چې په ترکمنستان کې د سږ کال د نوامبر له ١٤تر ١٥مې د ريکا اوومې ناستې ترسره کېدل او د لاجوردو د هوکړه ليک لاسليک يې يوه بېلګه ده."

 د نوموړي په وينا؛ په سترو او وړو داخلي پرژو کې هم لازم حرکتونه رامنځ ته شوي، د هېواد کورني عوايد زيات شوي او کورنۍ پانګونه هم د ډېرېدو په حال کې ده.

هغه زياته کړه چې په عدلي او قضايي، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په برخو کې د اصلاحاتو رامنځ ته کېدل دوام لري، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې هم ستر ګامونه پورته شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement