د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې ته ١٢ نوماند وزيران ور وپېژندل شول

ولسي جرګې ته ١٢ نوماند وزيران ور وپېژندل شول

Nov 25, 2017 - 13:18

 کابل(پژواک، ٤ليندۍ ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال نن ١٢ نوماند وزيران د باور رايې اخيستلو په موخه ولسي جرګې ته ور  وپېژندل.

 د ملي دفاع وزارت نوماند طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزارت نوماند احمد ويس برمک، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت نوماند محمد شفيق ګل اغا شيرزى، د فوايد عامې  وزارت نوماند انجنير يما ياري، د اقتصاد وزارت نوماند مصطفى مستور، د لوړو زده کړو وزرات نوماند پوهنمل ډاکټر نجيب الله خواجه عمري، د کانونو او پټروليم وزارت نومانده نرګس نهان، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت نوماند فيض الله ذکي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي نوماند وزير شهزادګل اريوبي، د ترانسپورټ وزارت نوماند محمد حميد طهماسي، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت نوماند نصيراحمد درانى او د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت نوماند مجيب الرحمن کريمي په يادو ١٢نوماند وزيرانو کې شامل دي.

د ولسمشرمرستيال محمد سرور دانش، ياد شوي کسان وړ او مجرب کاردونه وبلل او د ولسي جرګې له غړو يې وغوښتل چې دې نوماندانو ته دې د قانون په چوکاټ کې د باور رايه ورکړي.

د ويلو ده چې پر يادو وزارتونو سربېره، اوسمهال د بهرنيو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

 د بهرنيو چارو او پوهنې سرپرست وزيران هر يو صلاح الدين رباني او اسدالله حنيف بلخي چې پخوا يې د وزيرانو په توګه کار کاوه، د ولسي جرګې له لوري يې صلاحيت سلب شوى دى.

د پوهنې وزارت سرپرست اسدالله حنيف بلخي د تېرې سه شنبې په ورځ د ولسمشر غني له لوري ګوښه او پر ځاى يې د وزارت اساسي زده کړو مرستيال محمد ابراهيم شنيوارى د سرپرست وزير په توګه وګومارل شو.

په همدې ډول د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني له خپلې څوکۍ استعفا کړې ده.

د يادونې ده چې ولسي جرګې تر دې وړاندې په بيا بيا له حکومت نه غوښتي وو چې د سرپرستو وزيرانو له لوري اداره کېدونکو وزراتونو ته دې نوماند وزيران ولسي جرګې ته ور وپېژني.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي نن يو ځل بيا له حکومته غوښتنه وکړه چې پاتې وزارتونو ته دې هم نوماند وزيران ور  وپېژني.

ځينې وزارتونه اوسمهال هم له نږدې يوه نيم کال راهيسې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې د سرپرستۍ قانون له مخې، هېڅ کومه اداره بايد له دوو مياشتو زياته د سرپرست له لوري اداره نه شي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement