د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" حکومت دې تر شپږو مياشتو د مخابراتي محصول د راټولېدو روڼ سيستم رامنځ ته کړي"

" حکومت دې تر شپږو مياشتو د مخابراتي محصول د راټولېدو روڼ سيستم رامنځ ته کړي"

Nov 26, 2017 - 18:04

کابل(پژواک،٥ليندۍ٩٦):مشرانو جرګې پر مخابراتي خدمتونو د لس سلنه محصول د وضع کېدو په اړه د ولسي جرګې مصوبه رد کړه او حکومت ته يې شپږ مياشتې وخت ورکړ چې د مخابراتي سيستم د محصول راټولولو لپاره دې روڼ سيستم رامنځ ته کړي.

ولسي جرګې د روان کال د تلې مياشتې په ١٩مه ، د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه محصول اخيستل چې ددې جرګې مصوبه وه، د رايو په اکثريت سره ددغه محصول د راټولولو د روڼ سيستم د رامنځ ته کېدو تر وخته وځنډاوه.

د ولسي جرګې غړو ويلي و چې د مخابراتي محصول په راټولولو کې روڼتيا نشته او د ياد شوي محصول ډېره برخه شخصي جيبونو ته ځي.

د وزيرانو شورا د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې، له ټولو هغو کسانو څخه چې له مخابراتي خدمتونو ګټه پورته کوي ددې خدمتونو لس سلنه محصول  وضع شوى او د ١٣٩٤کال د تلې له لومړۍ نېټې څخه عملي شوى دى.

د مشرانو جرګې د مخابراتي او مواصلاتو کمېسيون مرستيال مشر، محمد رحيم حسنيار نن د مشرانو جرګې غړو ته د ولسي جرګې د مصوبې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل:" که د مخابراتي لس سلنه محصول لغوه شي، د افغانستان بوديجه له کسر سره مخ کېږي."

هغه د لس سلنه مخابراتي محصول اخيستلو رد د هېواد په خير ونه باله او ويې ويل چې د مخابراتو او ماليې وزارتونو چارواکو ژمنه کړې چې په شپږو مياشتو کې به د مخابراتي محصول د راټولولو لپاره روڼ سيستم رامنځ ته کړي.

ددې جرګې يوشمېر نورو غړيو د لس سلنه مخابراتي محصول له اخيستلو ننګه و کړه؛ خو له حکومت څخه يې وغوښتل چې د راتلونکو شپږو مياشتو په اوږدو کې دې ددغه محصول د راټولولو لپاره روڼ سيستم رامنځ ته کړي.

بالاخره د مشرانو جرګې غړو، د ولسي جرګې مصوبه د رايو په اکثريت سره رد کړه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل چې د مشرانو جرګې ددې پرېکړې له مخې، حکومت شپږ مياشتې وخت لري چې د لس سلنه مخابراتي محصول د راټولولو لپاره روڼ سيستم رامنځ ته کړي.

هغه دغه راز د مخابراتو له وزارت څخه وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو دې فشار راوړي چې ټول سيم کارتونه ثبت او د کورنيو مکالمو بيې کمې کړي.

د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، کله چې د ملي شورا د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د حل لپاره د دواړو جرګو د غړيو په مساوي شمېر يو ګډ پلاوى جوړېږئ.

دغه راز په دې ماده کې راغلي، که ګډ پلاوى ونه توانېږي چې د نظر اختلاف حل کړي؛ مصوبه رد شوې ګڼل کېږي او په دې حالت کې ولسي جرګې کولاى شي چې په ورپسې ناسته کې هغه د ټولو غړيو پر دوه ثلثه رايو سره تصويب کړي.

ددې مادې له مخې، دغه تصويب مشرانو جرګې ته له وړاندې کولو پرته، د ولسمشر له توشيح وروسته  نافذ شمېرل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement