د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" د محقق څرګندونې د هېواد د ملي ګټو خلاف دي"

" د محقق څرګندونې د هېواد د ملي ګټو خلاف دي"

Nov 26, 2017 - 17:45

 کابل(پژواک،٥ليندۍ٩٦): د مشرانو جرګې ځينو غړو د اجراييه رياست ددويم مرستيال محمد محقق د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د سوريې په جګړه کې د برخه والو افغانانو د ستاينې په اړه يې کړې؛ ويلي چې د هغه څرګندونې د هېواد د ملي ګټو خلاف دي.  

  د راپورونو له مخې حاجي محمد محقق تهران ته په خپل سفر کې، د "اهلبيت و مينه والو" په نوم جوړه شوې غونډه کې په سوريه کې د فاطميون لښکر د يوه طراح جنرال قاسم سليماني او دغه راز د  افغانانو په شمول د هغو سرتېرو چې په دې جګړه کې يې برخه اخيستې ستاينه وکړه.

 ويل کېږي چې جنرال قاسم سليماني، په ايران کې کډوال افغانان د سوريې جګړې ته هڅوي.

 محقق ويلي دي:" :" له ټولو جنګیالیو څخه چې که هغوى له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې،دا په حقيقت کې د کفر او نړيوال استکبار د دسيسو پروړاندې د اسلام جګړه وه،بريالي شول له دوى څخه د زړه له کومې مننه کوم."

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د محقق پر دغو څرګندونو نيوکې وشوې.

 د مشرانو جرګې غړي محمد حنيف حنفي وويل چې د محقق څرګندونې د هېواد له ملي ګټو سره برابرې نه دي او افغان سياستوال بايد افغانان د نورو لپاره جګړې ته ونه هڅوي.

هغه زياته کړه چې د محقق څرکندونې بدې پايلې لري او افغانان بايد د پرديو جګړه د افغانستان داخل ته رانه وړي او له ځوانانو څخه ناسمه استفاده ونه کړي.

 د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په دې اړه وويل:" سره له دې چې ما د محقق صيب خبرې نه دي اورېدلې؛ خو کله چې حنفي صيب وويل؛ تر اغېزې لاندې راغلم، محقق تېروتنه کړې بد يې کړي دي."

هغه زياته کړه، افغانان په وينو کې ډوب دي او د افغانستان سياسي مشران بايد د پرديو جګړه خپلې خاورې ته رانه وړي.

د هغه په خبره؛ محقق په دې څرګندونو سره؛ افغان ځوانان د سوريې په جګړه کې ګډون ته هڅولي چې دا د سرطان تر ناروغۍ هم خطرناک کار دى.

 مسلميار محقق ته په خطاب کې وويل:" له خپلو سياستوالو غواړم چې پر ملت دې رحم وکړي او خپله سياسي سوداګري دې پرېږدي، موږ بايد د خپلو ټپونو درملنه وکړو، بايد د نورو لاس پاکي جوړ نه شوو.  "

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement