د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محقق په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو ستاينه کړې

محقق په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو ستاينه کړې

Nov 26, 2017 - 08:29

کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦) : سره له دې چې دافغانستان حکومت پر ايران نيوکې کړې چې د سوريې جګړو ته افغانان لېږي، خو د حکومت د اجراييه رييس دويم مرستيال محمد محقق په ياد هېواد کې د جنګېدونکو افغانانو ستاينه کړې ده.

د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق يادې څرګندونې د ايران پلازمېنې تهران ته د خپل سفر پر مهال د" اهل بيت مينه والو" تر نامه لاندې يوې غونډې ته کړې دي.

دا غونډه په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو او ايرانيانو د ځانګړي ځواک (لشکر فاطمينون) د مشر جنرال قاسم سليماني په ملاتړ او وياړ جوړه شوې وه.

محمد محقق په خپله وينا کې د جنرال قاسم سلیماني او د افغانانو په ګډون له هغو ټولو وسله والو مننه وکړه چې په يادو جګړو کې يې برخه اخيستې وه.

جنرال قاسم سلیماني په سوریه کې د فاطمیون لښکر د جوړېدو يو له اصلي طراحانو څخه بلل کېږي چې په ايران کې مېشت افغان کډوال د سوريې جګړې ته هڅوي.

د اجراييه رياست دويم مرستيال زياته کړې:" له ټولو جنګیالیو څخه چې که هغوى له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې، د هغوی له بریا د زړه له کومې مننه کوم. او همدارنګه په دې جګړو او برياوو کې د قاسم سلیماني او سید حسن نصرالله ونډه ډېره ښکاره وه ."

دغه راز  محقق په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر شتون او فعاليتونو ژوره اندېښنه وښوده او ويې ويل چې اوسمهال لس زره داعش وسله وال په افغانستان کې مېشت دي.

د اجرایي رییس دویم مرستیال ټینګار کوي چې د افغانستان د شمال له ناامنه کېدو سره منځۍ اسیا ته هم ګواښونه زیاتېږي او سیمه‎ییز هېوادونه باید د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.   

محقق په داسې حال کې په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو ستاينه کړې چې د افغانستان حکومت څو ځلې د ايران پر دې کار نيوکه کړې او په وروستيو کې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د څېړنو خبر ورکړى دى.

په ټولنيزو شبکو کې د محقق پر دغو څرګندونو کلکې نيوکې شوې دي.

ژورنالېست هارون نجفي زاده په ټويټر کې ليکلي:" دا ډېره د حيرانتيا خبره ده، د اجراييه رياست مرستيال په کوم ظرفيت  دا ډول خبرې کوي او  د ايراني هغو جنرالانو ستاينه کوي چې افغانان د سوريې جګړو ته لېږي."

د ټولنيزې شبکې بل کاروونکي قدير صديقي ليکلي، محقق دا ډول څرګندونو سره قصدا داعش ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې نيابتي جګړه زياته کړي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement