د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په لغمان کې د ځمکو د غاصبينو د تثبيت او تشخيص کولو امر شوى

په لغمان کې د ځمکو د غاصبينو د تثبيت او تشخيص کولو امر شوى

Nov 26, 2017 - 15:37

مهترلام (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦) : د لغمان نظامي شورا وايي، ددې ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې د ځمکو غاصبین چې هرڅوک او په هره کچه وي تشخیص، تثيبت او د نوي توشیح شوي قانون له مخې به  قانوني چلند ور سره وکړي.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې، چې د ليندۍ په ٥مه، د لغمان ولايت د نظامي شورا او د غصب د مخنيوي کمېسیون له خوا په ګډه خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، امنیت د ټولو خلکو غوښتنه، دښې حکومتوالۍ، انکشاف، ټولنیزې هوساینې، ټولنیز عدالت د تامین، ملي حاکمیت د ټینګښت او هر ګټور پلان د تطبیق لپاره غوره بستر او بنسټ دی.

سرچينې زياته کړې، د امنیت تامین د لغمان ولایت د ولسونو او محلي حکومت ګډې هڅې، همکاري او ګډ کار غواړي، پرته له ولسي همکارۍ ډاډمن امنیت ناشونی دی، پر همدې بنسټ په دغه ولایت کې ټولې ملکي، امنیتي، کشفي، نظامي، عدلي او قضايي ادارې په همغږۍ سره کار کوي چې د ښو خدمتونو په وړاندې کولو او د قوانینو په پلي کولو سره د امنیت د تامین لپاره لازم چاپیریال رامنځته کړي او د ټولو هغه کړنو او ننګونو مخه ونیسي چې د امنیت د تامین پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خمکو د غصب د مخینوي، د غاصبینو او دغه راز د جعل او تزویر کوونکو سره د نوي توشیح شوي قانون له مخې د جدي چلند په اړه لارښوونې شوې د ي.

سرچينې ويلي، د ځمکو غصب هغه بدنامه پدیده ده چې د دولت پرستیژ ته یې سخت زیان رسولی او د ولسونو په ګټه یې د پرمختیايي پروژو د پلي کیدو مخه نیولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان ولایت د مرکز په ګډون د پنځه ګونو ولسوالیو ټولو اړونده ملکي، امنیتي، کشفي، عدلي او قضايي ادارو او د غصب د مخنیوي کمېسیونونو ته دنده سپارل شوې چې غصب شوې ځمکې له غصب خلاصې او په کلکه د ځمکو د غصب مخه ونیسي.

سرچينې ويلي، د ځمکو غاصبین چې هرڅوک او په هره کچه وي تشخیص، تثبت او د نوي توشیح شوي قانون له مخې قانوني چلند دې ور سره وکړي.

د  نظامي شورا او غصب د مخنيوي کمېسيون په ګډه خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان ولایت ولسونه اسلامي او ملي مسوولیت لري چې د ځمکو د غصب په مخنیوي کې له محلي حکومت سره اساسي همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ټولو اړونده ادارو ته جدي لارښوونه شوې، څو هغه کسان ونيسي او مجازات يې کړي چې په دغه ناروا کړنو کې لاس لري او له دې لارې د قانون خلاف کړنې ترسره کوي.

دغه راز ددې ولايت کشفي ارګانونو ته دنده سپارل شوې څو له مسوولیت سره سم خپلې کړنې ګړندۍ کړي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement