افغان امنيتي چارواکي او د غوڅ ملاتړ قوماندان کندوز ته تللي
افغان امنيتي چارواکي او د غوڅ ملاتړ قوماندان کندوز ته تللي
کندوز ښار(پژواک،٦ليندۍ٩٦): د کندوز حکومتي مسوولين وايي چې افغان امنيتي چارواکي او د غوڅ ملاتړ قوماندان د يو ناڅاپي سفر په ترڅ کې دې ولايت ته ورغلي دي.
د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري د ليندۍ په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک، د ملي امنيت رييس محمد معصوم ستانکزى او لوى درستيز شريف يفتلي د يوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې دې ولايت ته ورغلي دي.
هغه د دې کسانو د سفر موخه په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل چې دغه چارواکي به د ورځې په پاى کې په يوه خبري غونډه کې را ښکاره شي.
په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.
کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په تېرو دوو کلونو کې يې دوه ځلې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړى دى.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ